Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

رجایي بندر؛ د اور بشپړه وژنه شاوخوا۲۰ ورځې وخت نیسي.
۱۰ ثور ۱۴۰۴

رجایي بندر؛ د اور بشپړه وژنه شاوخوا۲۰ ورځې وخت نیسي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بحران مدیریت د ادارې ویاند حسین ظفري ویلي، چې په رجایي بندر کې د اور وژنې عملیات او پروسه ممکن له ۱۵ څخه تر ۲۰ ورځو پورې وخت ونیسي. 

هغه زیاته کړې، چې د کانټینرونو دروازې باید یو په یو خلاصې شي، کانټینرونه باید وکتل شي، یخ شي، په بشپړه توګه د اوبو سره مړ شي، او بل ځای ته ولیږدول شي. 

په ورته مهال د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت ویلي، چې د دوی دوو الوتکو د ایران په شهید رجایي بندر کې له ۱۳۰ ټنو څخه زیاتې اوبه شیندلې دي. 

تېره ورځ، رسمي سرچینو د بندر عباس په رجایي بندر کې د چاودنې له امله د ۷۰ کسانو د مړینې او ۱۲۰۰ نورو د ټپي کېدوخبر ورکړی و.

مطالب

رجایي بندر
د اور بشپړه وژنه
شاوخوا۲۰ ورځې وخت نیسي

دا خبر نورو سره شریک کړئ