Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د طب تاریخ کې د بدلون لپاره یوه کس ۲۰۰ ځلې ځان په مارانو چیچلی.
۱۹ جوزا ۱۴۰۴

د طب تاریخ کې د بدلون لپاره یوه کس ۲۰۰ ځلې ځان په مارانو چیچلی.



تېم فرید چې د امریکا د وېسکانسین اوسېدونکی دی، د مارانو د زهر ضد واکسین او درملو د جوړولو لپاره څه باندې ۲۰۰ ځلې مارانو ته اجازه ورکړې چې دی وچیچي.

نوموړي له اې‌اېف‌پي خبري اژانس سره مرکه کې ویلي چې د ټولو مارانو نېش ګواښونکی وي. نوموړی وروسته له هغې کوما ته تللی و چې په یوه ساعت کې دوو مصري  کبرا مارانو ته اجازه ورکړه چې دی وچیچي.

تېم فرید په امریکا کې د مارانو متخصص دی او د خپل بدن دفاعي پیاوړتیا لپاره یې، د زهرو څه باندې ۶۰۰ ډوزه پیچکاري هم کړي دي.

نوموړي له یادې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: «تېروتنه وه، بلې، احمقانه وه. خو ما دا کار د علم لپاره وکړ.»

د معلوماتو له مخې، نړۍ کې هر کال څه باندې ۱۴۰زره کسان د مار چيچلو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي او څه باندې ۶۰۰ ډوله ماران په نړۍ کې موجود دي.

د سینټي‌فاکس شرکت اجراییه مشر جېکوب ګلنویل چې د انلفونزا واکسین جوړولو لپاره کار کوي، د فرید مارچیچلو له کیسې خبرېدو وروسته نوموړي سره اړیکه ټينګه کړې، څو د نوموړي د وینې نمونه واخلي.

ګلنویل او همکارانو یې، د نوموړي د وینې له اخیستلو وروسته د یوشمېر مارانو د زهرو ضد واکسین جوړ کړ چې کولای شي، د مارانو زهر خنثی کړي.

فرید وايي، ویاړي چې د طبابت په برخه کې یې، کوچنی بدلون رامنځته کړی او نوموړی اوس سینټي‌فاکس شرکت سره کار کوي.

که څه هم ټېم فرید اوس مارانو ته د چیچلو لپاره ځان نه‌ورکوي، خو وايي، زړه یې، ورته تنګ شوی او غواړي ماران یې، وچیچي.

مطالب

د طب تاریخ کې د بدلون لپاره
یوه کس ۲۰۰ ځلې ځان په مارانو چیچلی

دا خبر نورو سره شریک کړئ