Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

عمر: د کاسا زر پروژې چارې به په دوو کلونو کې بشپړې شي.
۳ جوزا ۱۴۰۴

عمر: د کاسا زر پروژې چارې به په دوو کلونو کې بشپړې شي.

د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې د کاسا زر پروژې چارې چې د ناڅرګندو لاملونو له امله په افغانستان کې ځنډېدلې وې، تازه د قراردادي شرکت له لوري د دغې پروژې د لومړۍ برخې چارې پیل شوي او ډېر ژر به یې د دویمې او درېیمې برخې چارې هم پیل شي.

 نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان برېښنا شرکت د کاسا زر پروژې پلي کولو ته ژمن دی، او تمه ده چې دا پروژه په یو نیم یا دوو کلونو کې بشپړه شي. 

عمر زیاته کړې، چې تاجکستان ته د سفر پر مهال یې د پاکستان، تاجکستان او قرغېزستان له برېښنايي چارواکو سره د پروژې د ستونزو د حل، د کار د چټکتیا او د لګښتونو په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.

مطالب

عمر: د کاسا زر پروژې چارې
به په دوو کلونو کې بشپړې شي

دا خبر نورو سره شریک کړئ