Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اروپايي ټولنه؛ له راستنو شویو کډوالو سره دوه نیم لکه یورو مرسته کوي.
۵ ثور ۱۴۰۴

اروپايي ټولنه؛ له راستنو شویو کډوالو سره دوه نیم لکه یورو مرسته کوي.

د اروپايي ټولنې یوه چارواکي پر خپله اېکس پاڼه په لیکلي بیان کې ویلي، چې یاده ټولنه له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو لپاره په بېړني ډول دوه نیم لکه یورو مرسته کوي. 

دا خبره د منځني ختیځ او مرکزي اسیا لپاره د اروپايي کمیسیون مشر اندریاس پاپاکونستانټینو کړې ده. 

د نوموړي په خبره دا پیسې به د سرپنا، روغتیایي خدماتو، خوړو او اوبو د برابرولو لپاره ولګول شي. اندریاس د اروپايي ټولنې په استازولۍ پرون د خیبر پښتونخوا له یوه لوړ پوړي اداري چارواکي شهاب علي خان سره د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې کړي دي. 

پاکستان د اپریل له پیل راهیسې لسګونه زره افغان کډوال ایستلي دي.

مطالب

اروپايي ټولنه
له راستنو شویو کډوالو سره
دوه نیم لکه یورو مرسته کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ