Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د ۳۳ لوبډلو ترمنځ د والېبال سیالي پيل شوې
۱۲ جدی ۱۴۰۳

لوګر کې د ۳۳ لوبډلو ترمنځ د والېبال سیالي پيل شوې

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د والېبال فدراسیون له لوري د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د ولایت په کچه د غوره لوبډلو ترمنځ د والېبال سیالي پيل شوې.

د بدني روزنې او ورزش امریت امر انجینیر مزمل نعیم‌زي وویل، د والېبال دغه ژمنې سیالي د ولایت په کچه د ۳۳ غوره لوبډلو ترمنځ پيل شوې چې دوه اوونۍ به دوام وکړي.

نعیم‌زي زیاته کړه: «له یادو سیالیو له جوړیدو څخه یې موخه د ولایت په کچه د والېبال ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول او همدارنګه د ولایت په کچه د غوره لوبغاړو په نښه کول دي.»

نوموړی زیاتوي، هڅه کوي چې ورته سیالي له مرکز پل‌علم څخه ولسوالیو ته هم وغځوي او د والېبال ورزشکارانو ته د اړتیا له مخې، اسانتیاوې برابرې کړي.

د پیل شویو سیالیو یوه ورزشکار احمدجمشید وویل، خوښ دی چې د ولایت په کچه د غوره لوبډلو ترمنځ د والېبال ژمنې سیالي پيل شوې.

نوموړی د والېبال فدراسیون ته وړاندیز وکړ چې د لوګر د والېبال ورزشکارانو ته د ظرفیت لوړونې، وسایلو او لوبغالي برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

باید وویل شي چې دوه اونۍ وړاندې هم د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ۵۰ غوره لوبغاړو ترمنځ د ولایت په کچه د غېږنېونې سیالۍ جوړې شوې وې.

مطالب

والیبال
لوګر
لوبی

دا خبر نورو سره شریک کړئ