Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د ۳میلیونه افغانیو په ارزښت له روغتیایي مراکزو سره مرسته وشوه.
۳ ثور ۱۴۰۴

لوګر کې د ۳میلیونه افغانیو په ارزښت له روغتیایي مراکزو سره مرسته وشوه.


د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وايي، چې په دې ولایت کې له ۱۴ روغتونونو سره د ۲۰۰ قلمه روغتیایي وسائلو او درملو مرسته شوې.

د عامې روغتیا ریاست ویاند ډاکټر فهیم الله لودین د چهارشنبې په ورځ زینت راډيو ته وویل، یاده مرسته د ملګرو ملتونو د وګړو مالي صندوق یا UNFPA له لوري د کف مؤسسې په تخنیکي همکارۍ شوې چې ټولییز ارزښت یې ۳ میلیونه افغانۍ دی.

ښاغلي لودین زیاته کړې؛ مرسته شوي درمل او طبي وسائل به اړتیا ته په کتو د لوګر د لرو پرتو سیمو پر روغتیایي مراکزو ووېشل شي.

ورته مهال د لوګر مرستیال والي مولوي محمد انور دین ‌پرور، د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ته د یادو توکو د ورسپارلو پر مهال ویلي، روغتیا برخه د پخوا په پرتله پياوړې شوې او اړتیا ده چې عامې روغتیا وزارت او نړیوال بنسټونه په لوګر ولایت کې خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکړي.

د لوګر له یوشمېر روغتیایي مراکزو سره داسې مهال د درملو او روغتیایي وسائلو مرسته شوې، چې تردې وړاندې د هېواد د یوشمېر لرې پرتو سیمو اوسېدونکو؛ روغتیايي خدماتو ته د لازمې نه ‌لاسرسۍ شکایتونه کړي دي.
زینت راډیو – لوګر.

مطالب

لوګر کې ۱۴روغتیايي مرکزونو سره
د طبي وسایلو او درملو مرسته وشوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ