Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې په ۱۰۰زره ډالرو د ۹ کاریزونو د بیارغونې چارې پيل شوې
۱۲ جدی ۱۴۰۳

لوګر کې په ۱۰۰زره ډالرو د ۹ کاریزونو د بیارغونې چارې پيل شوې

د لوګر محلي چارواکي وایي چې د یونېسکو نړیوال سازمان په همکاري د دغه ولایت په مرکز پل‌علم، محمداغې او بره‌کي برک ولسوالیو کې د ۹ کاریزونو د بیارغونې چارې پيل شوې.

د دغه ولایت د سېندیزې حوزې ریاست ریيس ملا محمداسماعیل اخندازه جوړې شوې غونډې ته وویل، دغه کارېزونه د یونېسکو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د راتلوونکو شپږو میاشتو په ترڅ کې بیارغول کیږي چې له پرانېستې سره سم به یې ۱۲ سوه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

ده وویل، په یادو پروژو کې به سلګونه وزګارو کسانو ته د کارکولو زمینه هم برابره شي.

بل‌خوا د لوګر یوه اوسېدونکي رحمت‌‌الله وویل، خوښ دی چې د لومړي ځل لپاره د یونیسکو نړیوال سازمان له لوري په دغه ولایت کې د اوبو کاریزونو د بیارغاونې چارې پيل شوې.

نوموړي وویل، د یادو پروژو له بشپړیدو سره به په مرکز پل علم او ولسوالیو کې وچ شوې د اوبو کاریزونه دوباره ورغول شي او د کرکېلې ترڅنګ به بڼوالۍ ته په کافي اندازه اوبه برابرې شي.

هیره دې نه وي چې همدا تېره میاشت د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) له لوري په مرکز پل علم او محمداغې ولسوالۍ کې د درې لویو کانالونو د بیارغاونې چارې هم پيل شوي دي.

مطالب

لوګر
یونسکو
کرنه

دا خبر نورو سره شریک کړئ