Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزني کې د درېیو ترافیکي پېښو له امله درې تنه مړه شوي.
۷ سرطان ۱۴۰۴

غزني کې د درېیو ترافیکي پېښو له امله درې تنه مړه شوي.

د غزني ولایت په بېلابېلو سیمو کې د درېیو جلا ترافیکي پېښو له امله درې کسان، چې دوه یې ماشومان دي، مړه شوي دي.

 د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي ویلي، لومړۍ پېښه په ګېلان ولسوالۍ رامنځته شوې، چې یو ۱۱ کلن هلک د موټر تر څرخ لاندې شو او ساه یې ورکړه. 

دویمه پېښه په اهنګرانو کلا سیمه کې شوې، چې یو څلور کلن ماشوم پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی او درېیمه پېښه بیا د کابل-کندهار په لویه لار د پاسو ډوله موټر او د ګازو ټانکر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوه چې پکې د موټر ډرېور ژوند له لاسه ورکړی.

مطالب

غزني کې د درېیو ترافیکي
پېښو له امله درې تنه مړه شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ