د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست وزير ملا خیرالله خیرخواه، د افغانستان او ناروې د خپلواک کمېسيون له مشر او مل پلاوي سره کتلي دي.
د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې د یاد کمېسيون رئیس بیورن تور ګودال ویلي، موږ ته دنده راسپارل شوې چې له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۲۱ میلادي کال پورې او له هغه وروسته په افغانستان کې د ناروې شاهي دولت د سیاسي او بشري مرستو او نورو برخو کې فعالیتونه وارزوو.
هغه ژمنه کړې چې هېواد به يې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي. په دې کتنه کې دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا هم ټینګار شوی دی.