Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غور؛ د اوبو رسولو ۲ شبکو د جوړولو او ترمیم چارې پیل شوې.
۲۴ حمل ۱۴۰۴

غور؛ د اوبو رسولو ۲ شبکو د جوړولو او ترمیم چارې پیل شوې.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، چې په غور ولایت کې د اوبو رسولو ۲ شبکو د جوړولو او ترمیم چارې پیل شوې دي.

 د یاد وزارت د مالوماتو له مخې د غور ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د مرکز اړوند راستنېدونکو ښارګوتي او د چهارسدې ولسوالۍ په نی پتن کلي کې د ۷.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو او ترمیم چارې پیل شوې. 

په یادو شبکو کې د ۱۰ متره مکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې نوي ذخیرې جوړول، د ۱۶ زره ۶۶۷ مترو په اوږدوالي د پایپ غځول او د ۳۰ شیردانونو نښلول شامل دي.

مطالب

غور؛ د اوبو رسولو ۲ شبکو
د جوړولو او ترمیم چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ