د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، هغه افغان وګړي چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې اوسېږي، له دې وروسته به د هغوی پر وړاندې هېڅ ډول نرم چلند و نه شي او باید له دغه هېواده ووځي.
نوموړي دغه څرګندونې پرون یوې خبري ناستې ته کړې دي، چې پکې یې له افغان کډوالو سره د حکومت د تګلارې ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په اړه هم معلومات ورکړي دي.
نقوي ټينګار کړی چې د افغان وګړو لپاره د قانون سرغړونه د زغملو نه ده، او حکومت به هغو کسانو ته نور د پاتې کېدو قانوني تمدید ورنه کړي چې له قانوني اسنادو پرته په پاکستان کې ژوند کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغان کډوالو د موضوع ترڅنګ، له سرپرست حکومت سره په لوړه کچه رسمي ډیپلوماتیکې خبرې اترې روانې دي، او پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتو اړیکو دوام ته ژمن دی.