Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې پر ۳۶۵ هکتاره ځمکه هندواڼې کرل شوي.
۳ سرطان ۱۴۰۴

لوګر کې پر ۳۶۵ هکتاره ځمکه هندواڼې کرل شوي.

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې د پخوا په پرتله په دغه ولایت کې د هندواڼو کرکېله زیاته شوې ده.

د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد زینت راډیو ته وویل، د پخوا په پرتله د لوګر په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د هندواڼو کرکېله زیاته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، د دغه ولایت کروندګرو په خپلو کرنیزو ځمکو سږکال شاوخوا ۳۶۵ همکتاره ځمکه باندې هندواڼې کرلي دي.

شاهد وایي، کرنې او مالدارۍ ریاست هڅه کوي چې د لوګر د کروندګرو د هندواڼو محصولاتو ته مناسبه بازارموندنه وکړي.

د لوګر د هندواڼو یوه بزګر عبد الله زینت راډیو ته وویل، د هندواڼو حاصلات په ټولیزه توکه د سنبلې «وږی» او میزان «تله» په میاشت کې پخیږي او په یو جریب ځمکه کې ټولټال یو کیلوګرام تخم شیندل کېږي.

هغه وویل، دغه ولایت کې د هندواڼو کرکېله د پخوا په پرتله زیاته شوې، خو په لاس راغلي محصولات مناسب بازار نه‌لري او یو من هندواڼه په بازار کې په ۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

مطالب

لوګر کې پر ۳۶۵ هکتاره ځمکه
هندواڼې کرل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ