د هرات ولایتي چارواکي وايي، چې په تېرو دوو ورځو کې له ۶۰ زرو زیات افغان کډوال د اسلام کلا له لارې له ایرانه هېواد ته راستانه شوي دي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي ویلي، ډېری دا کسان په خپله خوښه راستانه شوي، خو د اقامې د مودې پای، اقتصادي ستونزې، وزګارتیا، او د ایران له لوري د ایستنې کچې لوړېدل د راستنېدو اصلي لاملونه دي.
هغه زیاته کړې، چې اوس هره ورځ د کډوالو یوه نوې څپه هېواد ته راستنېږي خو تر دې مخکې به هره ورځ له درې زرو کم کسان د اسلام کلا له لارې راستنېدل.