کډوالو وزارت: د پاکستان له بندخونو ۶۳ افغان بندیان را خوشي شوي.
د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په پاکستان کې ۶۳ تنه افغان بندیان له بنده ازاد او افغانستان ته را ستانه کړل شوي دي. سرچینې ویلي، چې یاد بندیان پاکستان کې له دوو تر شپږو ورځو بندیان وو، او پرون افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. دکډوالو وزارت د ننګرهار د تورخم او کندهار سپین بولدک سرحدي امریتونو په حواله ویلي، چې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یو ځل بیا له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د افغان کډوالو خپلسرې نیونې او جبري اېستل دې ودروي. په پاکستان کې ډېری دغه افغانان درېیمو هېوادونو ته د تګ تکل لري او د ویزو ترلاسه کولو ته په تمه دي.