Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ارجنټاین هم د روغتیا له نړیوال سازمانه د وتلو پرېکړه کړې.
۱۸ دلو ۱۴۰۳

ارجنټاین هم د روغتیا له نړیوال سازمانه د وتلو پرېکړه کړې.

اسوشیټډ پرس خبري اژانس د ارجنټاین حکومت د یوه ویاند له قوله لیکلي چې د ارجنټاین ولسمشر د روغتیا له نړیوال سازمان سره د ژورو اختلافاتو له امله له دغه سازمانه د ارجنټاین د وتلو پرېکړه کړې ده.  سرچینې ویلي، چې دغه هېواد په ځانګړې توګه د کرونا ویروس پر مهال د روغتیا نړیوال سازمان د تګلارو مخالف و، چې په خبره یې د دغه ویروس د مهارولو په برخه کې د روغتیا نړۍوال سازمان لارښوونو په تاریخ کې تر ټولو ستر بندښت ته لار هواره کړه.  دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې امریکا هم د کرونا ویروس د مهارولو په برخه کې د روغتیا نړیوال سازمان د پاتې راتللو او ځینو نورو دلایلو له امله له دغه سازمانه د وتلو پرېکړه کړې وه.

مطالب

ارجنټاین هم د روغتیا
نړیوال سازمانه
د وتلو پرېکړه کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ