Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان کې د چمپیزټرافي سیالي پیل شوې.
۱ حوت ۱۴۰۳

پاکستان کې د چمپیزټرافي سیالي پیل شوې.

د پاکستان او عربي متحده اماراتو په کوربه‌توب نن چهارشنبه، فبرورۍ ۱۹مه د چمپینزټرافي سیالي پیلېږي چې لومړۍ لوبه کې به کوربه‌ له نیوزیلنډ سره سیالي وکړي.

په دغه جام کې اته لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي چې افغانستان به د لومړي ځل لپاره په‌کې سیالي وکړي.

افغانستان، سوېلي‌افریقا، اسټرالیا او انګلستان په یوه او پاکستان، هند، بنګله‌دېش او نیوزیلنډ بیا بل ګروپ سره یوځای شوي دي.

د پاکستان او نیوزیلنډ ترمنځ سیالي به نن ماسپښین ۱:۳۰ بجې په کراچۍ ښار کې پیل شي.

د پاکستان او نیوزیلنډ ترمنځ په شویو وروستیو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې نیوزیلنډ درې او پاکستان بیا دوه ځلې بریاوې خپلې کړې دي.

له چمپینزټرافي سیالیو وړاندې د پاکستان، سوېلي‌افریقا او نیوزیلنډ لوبډلو ترمنځ په درې اړخیزه لوبلړۍ کې نیوزیلنډ ښه وځلېد او دغه لوبلړۍ یې، وګټله.

نیوزیلنډ دې لوبلړۍ کې پاکستان ته دوه ځلې ماته ورکړه.

د روانو سیالیو په لړ کې به افغانستان جمعه د فبرورۍ ۲۱مه په کراچۍ ښار کې له سوېلي‌افریقا سره خپله لومړۍ لوبه وکړي.

پاکستان د چمپینزټرافي سیالیو د تېر پړاو اتل دی او له خپلې اتلولۍ به دفاع کوي.

مطالب

پاکستان کې
د چمپیزټرافي
سیالي پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ