Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان؛ بلوچستان ایالت کې ۲۱ پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
۱۴ دلو ۱۴۰۳

پاکستان؛ بلوچستان ایالت کې ۲۱ پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د راپورونو له مخې د پاکستان په بلوچستان ایالت ۱۸ پاکستاني عسکر د وسله‌والو په یوه کمین کې وژل شوي او درې نور ټپیان دي. د پولیسو یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي، چې شاوخوا ۸۰ وسله‌والو د بلوچستان ایالت منګوچار ښار ته نږدې د سرحدي ملیشه ځواکونو پر یو موټر برید وکړ. د هغه په خبره د سیمه ایزو سرچینو د معلوماتو په اساس په دې برید کې ۱۷ مسافر او یو نیمه پوځي چې د دوی مرستې ته راغلی و ووژل شول. دې سرچینې زیاته کړه چې په برید کې درې ملېشه عسکر سخت ټپیان شوي هم دي او دوه نور له سیمې روغ تښتېدلي دي. خو د پاکستان پوځ په یوه خپاره کړي بیان کې د ۱۸ نیمه‌ پوځي عسکرو وژل کېدل تائید کړي دي. په بیان کې راغلي چې په دې برید کې ۱۲ وسله‌وال د امنیتي‌ ځواکونو او پولیسو په ځوابي‌ ډزو کې وژل شوي دي.

مطالب

پاکستان
بلوچستان
عسکرو ته مرګ ژوبله

دا خبر نورو سره شریک کړئ