Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د عبدالطیف منصور په مشرۍ پلاوی ازبکستان ته ولاړ.
۲۲ ثور ۱۴۰۴

د عبدالطیف منصور په مشرۍ پلاوی ازبکستان ته ولاړ.

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د “دوامداره انرژۍ لپاره د سیمه‌ییزې همکارۍ” په نوم د انرژۍ په پنځم نړۍوال کنفرانس کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته ولاړ.

 ياد وزارت وايي، چې د منصور ګډون به د افغانستان لپاره له ازبيکستان او نورو هېوادونو سره د دوه‌ اړخیزو همکاریو پراختیا، د پانګه‌والو د جلب، او د انرژۍ سرچینو د مدیریت په برخه کې له نړۍوالو تجربو د ګټې اخیستنې زمینه برابره کړي. 

ويل‌کېږي، چې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر به په دغه کنفرانس کې د انرژۍ او نوې ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو د غوره‌والي او په دې برخه کې د شته ننګونو په هکله خبرې اترې وکړي.

مطالب

د عبدالطیف منصور په مشرۍ
پلاوی ازبکستان ته ولاړ

دا خبر نورو سره شریک کړئ