Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

شهباز شریف: پاکستان د سیمه‌ییزې سولې لپاره له هند سره خبرو اترو ته چمتو دی.
۶ جوزا ۱۴۰۴

شهباز شریف: پاکستان د سیمه‌ییزې سولې لپاره له هند سره خبرو اترو ته چمتو دی.

جیونیوز راپور ورکړی، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په کتنه کې ویلي چې اسلام‌اباد چمتو دی له هند سره د ټولو ستونزو د ختمولو په موخه خبرې اترې وکړي. 

د راپور له مخې، شریف د سیمه‌ییزې سولې لپاره له هند سره خبرو اترو ته چمتوالی ښودلی او ټينګار یې کړی چې هېواد یې په سوېلي اسیا کې د سولې او ټيکاو غوښتونکی دی. 

د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړې( موږ سوله غواړو او د کشمیر په ګډون د ټولو اختلافاتو د حل لپاره خبرو اترو ته چمتو یو.) د نوموړي په خبره، پاکستان «سوله ‌خوښی» هېواد او په سیمه کې د همغږۍ په لټه دی، خو  په وینا یې هر ډول «تېري کوونکي ګام» ته په اغېزمنه او قوي توګه ځواب ورکوي. 

د یادونې ده چې شریف د سیمه‌ییزو سفرونو لړۍ له ترکیې پیل کړې او اوس په ایران کې دی.

مطالب

شهباز شریف: پاکستان د سیمه‌ییزې
سولې لپاره له هند سره خبرو اترو ته چمتو دی

دا خبر نورو سره شریک کړئ