فراه کې د ۱۴ ښوونځیو ودانۍ بیارغول شوي
د فراه د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ۱۴ میلیونه
افغانیو په لګښت د ۱۴ ښوونځیو ودانۍ بیارغول شوې دي. د یاد ولایت د پوهنې
رییس اختر محمد زعيم ویلي، چې په دغه ولایت کې يې د څه باندې ۱۴ ميليونه،
۸۶ زره ۵۰۴ افغانيو په لګښت د ۱۴ ښوونځیو ودانۍ بیارغول شوې دي. نوموړي
همدارنګه زياته کړه، چې ياد رياست د ۶ ميليونه، ۵۹۴ زره ۲۲۰ افغانيو په
ارزښت د اجناسو او خدماتو ۴ پروژې هم پلې کړې دي. زعيم همدارنګه زياته کړې
چې د پوهنې رياست د ښوونځيو او ديني مدرسو د شهادتنامو او ښوونيزو مرکزونو
ته د جوازونو د وېش له لارې يو ميليون او ۱۰۰ زره افغانۍ عوايد راټول او د
دولت خزانې ته يې سپارلې دي.