Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

حوثيانو یوځل بیا پر اسراییل توغندیز برید کړی.
۱۶ سرطان ۱۴۰۴

حوثيانو یوځل بیا پر اسراییل توغندیز برید کړی.



حوثي وسله‌والو تېره شپه یو ځل بیا پر اسراییل دوه بالستیک توغندي توغولي.

یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې د توغندیز برید له امله په اسراییل کې د خطر زنګونه وهل شوي او پلازمینه تل‌ابیب کې د بن‌ګوریون هوايي ډګر الوتنې هم ځنډول شوي.

د حوثیانو له لوري د توغندیز برید زیانونو په اړه جزییات نه‌دي ورکړل شوي.

خو اسراییلي رسنیو د دغه هېواد د دفاع وزارت په خبره ویلي چې د توغندیو شنډولو هڅه یې کړې او د زیان کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

حوثي‌ وسله‌وال وخت ناوخته د غزې په ملاتړ پر اسراییل د بالستیک توغنديو او ډرون بریدونه کوي چې ځينې یې د اسراییل پوځ له لوري هدف ته تر رسېدو وړاندې شنډ شوي، خو یوشمېر یې په نښه‌ شویو هدفونو لګېدلي چې زیانونه یې اړولي دي.

مطالب

حوثيانو یوځل بیا
اسراییل توغندیز برید کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ