Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هېواد ته د افغان حاجیانو د لېږد لړۍ پیل شوه.
۲۱ جوزا ۱۴۰۴

هېواد ته د افغان حاجیانو د لېږد لړۍ پیل شوه.



د حج او اوقافو وزارت ویلي، د حج مناسک تر بشپړېدو وروسته نن (چهارشنبه، جوزا ۲۱) هېواد ته د افغان حاجیانو د بېرته ستنېدو لړۍ پیل شوه.

دغه وزارت پر اېکسپاڼه لیکلي چې د افغان حاجیانو لومړنۍ الوتنه د سعودي عربستان د جدې ښار له هوایي ډګره د کابل پر لور ترسره شوه.

د حج او اوقافو وزارت زیاته کړې چ افغان حاجیان د طواف الوداع تر ادا کولو وروسته له مکې جدې ته انتقالیږي او له هغه ځایه به د پلان په اساس، په منظم ډول هېواد ته راستنیږي.

د یادونې ده چې سږ کال ۳۰ زره افغان حاجیان د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.

مطالب

هېواد ته د افغان حاجیانو
د لېږد لړۍ پیل شوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ