Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

له یمن پر اسراییلو توغندیز برید شوی.
۲۸ سرطان ۱۴۰۴

له یمن پر اسراییلو توغندیز برید شوی.



د اسراییلو اړوند رسنیو راپور ورکړی چې د اسراییلو هوايي ځواک د جمعې په شپه له یمن څخه توغول شوی توغندی شنډ کړی دی.

په راپورونو کې ویل شوي چې د یاد توغندي له امله د اسراییلو په مرکزي سیمو، په تل‌ابیب ښار، د شارون سیمه، د شیفله‌ټیټې سیمې او د بیت‌المقدس شاوخوا سیمو کې د خطر زنګونه غږول شوي دي.

د یاد توغندي د ویشتلو له امله د د اسراییلو بین‌‌ګوریون نړیوال هوایی ډګر ته الوتنې د لنډمهال لپاره درول شوي دي.

د فلای دوبۍ یوه الوتکه چې له دوبۍ څخه د اسراییلو د هوايي حریم پر لور روانه، لوتنه یې، ځنډول شوې وه او نورې الوتنې هم ځنډول شوي دي.

د یمن د حوثیانو یوه لوړپوړي چارواکي حزام الاسد یاد برید ته په اشارې سره ویلي چې دوی به د غزې خلک یوازې پرې‌ نه‌ږدي.

حوثیان چې ویل کېږي، د ایران ملاتړ له ځان سره لري، په وار وار ویلي چې غزه کې د فلسطینیانو په ملاتړ پر اسراییلو بریدونه کوي او دا بریدونه به د روانې جګړې تر پایه روان وي.

مطالب

له یمن پر اسراییلو
توغندیز برید شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ