Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د پوتین ځانګړی استازی: ټرمپ د دریمې نړیوالې جګړې مخه ونیوله.
۱۷ حمل ۱۴۰۴

د پوتین ځانګړی استازی: ټرمپ د دریمې نړیوالې جګړې مخه ونیوله.

د بهرنۍ پانګونې او اقتصادي همکاریو لپاره د روسیې ځانګړی استازی کریل دیمیتریف ویلي، ډونالډ ټرمپ د دریمې نړیوالې جګړې مخه نیولې ده. 

دغه روسي چارواکي ویلي چې د ټرمپ ادارې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په خبرو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. 

د بهرنیو پانګونې لپاره د روسیې ځانګړي استازي دغه څرګندونې امریکا ته د یوه لوړ پوړي روسي پلاوي د سفر پر مهال کړې دي. نوموړی په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې او اوکراین د جګړې له پیل راهیسې امریکا ته د روسیې لوړ پوړی چارواکی دی چې دغه هیواد ته سفرونه هم کوي.

مطالب

د پوتین ځانګړی استازی
ټرمپ د دریمې نړیوالې
جګړې مخه ونیوله

دا خبر نورو سره شریک کړئ