Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

له چین څخه افغانستان ته په سوداګریزو توکو بار رېلګاډی روان شوی.
۲۳ دلو ۱۴۰۳

له چین څخه افغانستان ته په سوداګریزو توکو بار رېلګاډی روان شوی.

د چینایي رسنیو د راپور له مخې له چین څخه یو باروړونکی ریلګاډی پرون د دغه هیواد له چونګ‌چینګ ښاره د افغانستان په لور روان شوی. سرچینې ویلي، چې په دې ریلګاډي کې مخابراتي تجهیزات او نور وسایل بار دي او تمه کېږي چې له ۱۲ تر ۱۵ ورځو پورې به افغانستان ته ورسېږي. چینايي چارواکو دا افغانستان ته د ریلګاډي په وسیله په مستقیم ډول د سوداګري وسایلو د لېږدولو یوه نوې لار بللې او ویلي چې ریلاګاډی به یې له قزاقستان او ازبکستان څخه په تېریدو چونګ‌چینګ او افغانستان سره ونښلوي. سرچینه وایي، په دې ریلګاډي کې د چین د “ZTE” مخابراتي شرکت له خوا جوړ شوي مخابراتي وسایل به د افغانستان د مخابراتي شبکو د پراختیا لپاره وکارول شي.

مطالب

له چین څخه
افغانستان ته
په سوداګریزو توکو بار
رېلګاډی روان شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ