Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سوریه کې روانې اورلګېدنې له ۱۵ زره هکتاره زیات ځنګلونه سوځولي.
۲۲ سرطان ۱۴۰۴

سوریه کې روانې اورلګېدنې له ۱۵ زره هکتاره زیات ځنګلونه سوځولي.

د راپورونو له مخې د سوریې د ساحلي سیمو په غرنیو ځنګلونو کې پراخه اورلګېدنه لاهم روانه ده. 

د اور وژنې ډلې پرله‌پسې هڅه کوي، چې اورلګیدنو لړۍ مهار کړي؛ په داسې حال کې چې له قطر او عراق څخه ځانګړي ټيمونه هم د مرستې لپاره ورغلي دي.

 الجزیرې وېبپاڼې د ځايي سرچینو له قوله لیکلي، چې اورونه د لاذقیې ولایت له سخت‌لورې او پرتو غرنیو سیمو پیل شوي، او تر دې دمه یې له ۱۵ زرو هکتاره زیات ځنګلي او کرنیز ځمکې له منځه وړي دي. 

دا اورلګیدنه د سوریې پر ساحل د وروستیو کلونو تر ټولو ستره ګڼل شوې ده.

مطالب

سوریه کې روانې اورلګېدنې
له ۱۵ زره هکتاره زیات ځنګلونه سوځولي

دا خبر نورو سره شریک کړئ