Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اسلامي امارت: د هند او پاکستان کړکېچ د سیمې په زیان دی.
۱۷ ثور ۱۴۰۴

اسلامي امارت: د هند او پاکستان کړکېچ د سیمې په زیان دی.



د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې د پاکستان او هند ترمنځ زیاتېدونکی کړکېچ د اندېښنې وړ بللی او ویلي، د د دواړو هېوادونو ترمنځ د وضعیت لا ترینګلي کېدل د سيمې په ګټه نه دی.

اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي امارت امنیت او ثبات د ټولې سيمې په ګټه بولي او له دواړو لوریو غواړي چې له زغم کار واخلي.

بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې پاکستان او هند دې ستونزې د ډيپلوماسۍ له لارې په خبرو او تفاهم حل کړي.

هند تېره شپه او نن سهار وختي پر پاکستان توغندیز بریدونه کړي او ګڼ شمېر پاکستانیانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري ویلي، د هند بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۲۶ او د ټپیانو هم ۴۶ ته لوړ شوی دی.

دې سره، د پاکستان د ملي امنیت کمیټې غونډه کې د هغه هېواد وسله‌والو ځواکونو ته واک ورکړل شوی چې د هند تیري ته ځواب ورکړي.

مطالب

اسلامي امارت
د هند او پاکستان کړکېچ د سیمې په زیان دی

دا خبر نورو سره شریک کړئ