Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندهار کې زرګونه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوې سره وېشل شوې.
۸ دلو ۱۴۰۳

کندهار کې زرګونه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوې سره وېشل شوې.

د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې د یاد ولایت شاولي‌کوټ ولسوالي کې زرګونه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوې سره وېشل شوې.

اصلاح شوی تخم او کیمیاوې سره د  ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په مالي ملاتړ، پر بزګرانو وېشل شوی دی.

د کندهار کرنې ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وايي، د دې مرستې لپاره څه باندې دوه میاشتې وړاندې د کرنې او مالدارۍ ریاست او نورو ادارو په همکاري، د نوم‌لیکنې بهیر بشپړ شوی وو.

د ویش په پایله کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو سپینه سره او ۵۰ کیلو توره سره ورکړل شوه. د دې مرستې موخه د بزګرانو د کرنیزو حاصلاتو لوړول او له کمې ځمکې څخه د زیات حاصل ترلاسه کول دي.

د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوې سرې وېش سره، تمه کېږي چې د غنمو حاصلاتو کچه لوړه شي او بزګران خپلې اقتصادي اړتیاوې برابرې کړي.

یوه اوونۍ وړاندې د کندهار زېړۍ ولسوالي کې هم ۱۳۰۰ اړمنو بزګرانو ته ورته مرسته ویشل شوې وې.

مطالب

د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست
شاولي‌کوټ ولسوالي
اصلاح شوی تخم او کیمیاوې سره

دا خبر نورو سره شریک کړئ