د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ اړوند شهاب الدین سیمه کې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو پنځمې پلې لوا د ځانکړې ماشینرۍ په مرسته د درې کیلومتره سړک د بیارغونې کارونه تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د میدان وردګ ولایت پنځمې پلې لوا مطبوعاتي دفتر په رالیږلې خبرپاڼه کې ویلي چې، دیادې لېوا انجینري ټیم په نرخ ولسوالۍ کې د دې سړګ رغونې ترڅنګ،په لسګونه سړکونه او پلچګونه هم رغولي.