Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ټرمپ پر سوریې د بندیزونو لرې کولو فرمان لاسلیک کړ.
۱۰ سرطان ۱۴۰۴

ټرمپ پر سوریې د بندیزونو لرې کولو فرمان لاسلیک کړ.



د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ «دوشنبه، جون ۳۰مه» د یوه اجرايي فرمان په لاسلیکولو سره د سوریې پر وړاندې ګڼ‌شمېر اقتصادي بندیزونه لرې کړل.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ویاندې کارولین لیویت په یوې خبري ناسته کې ویلي چې دغه چاره د دې لپاره شوې چې سوریه یوې پایښت لرونکې سولې او ټيکاو ته ورسېږي.

د امریکا د خزانې وزارت مرستیال برد سمیت هم ویلي چې دغه اجرايي فرمان به د سوریې نړیوال مالي سېسټم له انزوا وباسي. «دا به د نړیوال مالي سېسټم څخه د سوریې انزوا پای ته ورسوي، په نړیوال سوداګرۍ کې د ګډون لپاره به لاره هواره کړي او د ګاونډیو هېوادونو او همدارنګه د متحده ایالاتو څخه پانګونه راجلب کړي.»

په دې فرمان کې هغه بندیزونه نه‌لرې کېږي چې د سوریې مخکیني ولسمشر بشارلاسد، د نوموړي مرستیالانو، د کورنۍ غړیو او نورو چارواکو چې د بشرحقونو ضد جرمونو باندې تورن دي او یا هم  نشه‌يي توکو قاچاق او کیمیاوي وسلو اړوند پروګرام کې لاس لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منځني ختیځ ته د خپل سفر پرمهال سعودي عربستان کې د یاد هېواد ولیعهد سلمان سره د لیدنې پرمهال ژمنه کړې وه چې پر سوریې به لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

مطالب

ټرمپ پر سوریې
د بندیزونو لرې کولو
فرمان لاسلیک کړ

دا خبر نورو سره شریک کړئ