Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

افغان کډوال: د پاکستان دولتي روغتونونو کې مو درملنه نه کېږي.
۲۷ دلو ۱۴۰۳

افغان کډوال: د پاکستان دولتي روغتونونو کې مو درملنه نه کېږي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد او د خيبر پښتونخوا ايالت په مرکزي ښار پېښور کې مېشت ځینې افغان کډوال وايي، چې په دولتي روغتونونو کې یې نه درملنه کېږي او په شخصي روغتونونو کې ترې زياتې پيسې اخیستل کېږي. له تېرو څو کلونو راهیسې پاکستان خپله اقتصادي کړکېچ سره مخامخ دی او دې اقتصادي رکود په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو ژوند هم اغېزمن کړی دی. د اسلام آباد د پمز روغتون ویاند ډاکټر مبشر وايي، هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري نو د پاکستان د قانون له مخې يې تر لومرۍ طبي کتنې او درملنې پس نوره درملنه نه شي کولی، خو د پي او آر کارت لرونکو درملنه کوي.

مطالب

افغان کډوال
د پاکستان دولتي روغتونونو
کې مو درملنه نه کېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ