Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ملا نورالدین ترابي د سره صلیب نړيوال فدراسیون له سرپرست سره کتلي.
۱۱ جوزا ۱۴۰۴

ملا نورالدین ترابي د سره صلیب نړيوال فدراسیون له سرپرست سره کتلي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس، د سره صلیب نړيوال فدراسیون له سرپرست احمد سلیمان سره کتلي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې د بشري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د همکاریو پر پراخوالي خبرې شوې دي.

 په دې ناسته کې، ملا نورالدین ترابي د تورخم فرضي کرښې ته د خپل وروستي سفر یادونه وکړه او ویې ویل؛ موږ د یوې اونۍ په موده کې وتوانېدو چې، په زور د ایستل شویو کډوالو لپاره یو معیاري پنډغالی د لومړنیو امکاناتو په درلودو سره جوړ کړو.

 د سره صلیب نړيوال فدراسیون سرپرست د تېرو ناستو د پرمختګونو یادونه وکړه او ویې ویل، چې ټول وړاندې شوي موضوعات له همکارو بنسټونو سره شریک شوي او عملي اقدامات د ترسره کېدو په حال کې دي.

مطالب

ملا نورالدین ترابي
د سره صلیب نړيوال
فدراسیون له سرپرست سره کتلي

دا خبر نورو سره شریک کړئ