رویټرز راپور ورکړی، چې د روسيې د سمندري ځواکونو مرستیال قوماندان میخایل ګودکوف د روسیې په کورسک سیمه کې د اوکراین د توغندیز برید په پایله کې وژل شوی دی.
د کورسک ځايي چارواکو ویلي، چې ګودکوف او لس نور روسي سرتېري په کورینیوو سیمه کې د قوماندانۍ په مرکز کې هدف ګرځول شوي.
د راپور له مخې ګودکوف چې له مارچ میاشتې راهیسې د روسي سمندري ځواکونو مرستیال قوماندان و، د ولادیمیر پوتین له خوا پردغه جګپوړي مقام ټاکل شوی و.
هغه د خپلې زړورتیا له امله ګڼ انعامونه ترلاسه کړي او اوکراین پرې د جګړې د جنایتونو تورونه لګولي وو.