Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د کندهار په ارغنداب کې په ۸ میلیونه افغانیو د شیدو ټولولو مرکز جوړ شو.
۲۹ حمل ۱۴۰۴

د کندهار په ارغنداب کې په ۸ میلیونه افغانیو د شیدو ټولولو مرکز جوړ شو.



د کندهار کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د «مېلکو لبنیاتو شرکت» د مالدارۍ سکتور د ودې او پراختیا په موخه د ارغنداب ولسوالي په منارې سیمه کې د شیدو راټولولو مرکز جوړ کړی دی.

په دې مرکز کې د ورځې ۱۵زره کیلوګرامه تازه شیدې راټولېږي.

دا مرکز چې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړشوی، د یوه کال په اوږدو کې بشپړ شوی او اوس ګټې‌اخیستنې ته چمتو شوی دی.

د کندهار د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وايي: «دا مرکز به د ارغنداب او شاوخوا سیمو ۳۰۰ مالدارانو ته د شیدو راټولولو یوه باوري زمینه برابره کړي او تمه ده چې په ورځني ډول ۱۵زره کیلوګرامه تازه شیدې راټولې کړي.»

حقمل زیاتوي چې دا مهال په کندهار کې شاوخوا ۶۵۰ د غواګانو فارمونه فعال دي چې له دې ډلې یې، هره ورځ شاوخوا ۱۲۰زره لیټره تازه شیدې راټولېږي. «یوازې میلکو کمپنۍ د دې شیدو له منځه ۵۰زره لیټره شیدې پروسس کوي چې دا پخپله د لبنیاتو صنعت لپاره یو مهم پرمختګ دی.»

د ارغنداب ولسوالي یوه مالدار حاجي عبدالمالک د یاد مرکز جوړېدو په اړه وايي: «پخوا مو ډېر وخت شیدې بې‌مصرفه کېدې، بازار نه و. اوس دا مرکز موږ ته هیله راکړه چې شیدې مو ضایع نه شي او مناسب قیمت پرې واخلو.»

د سیمې یو بل اوسېدونکی او مالدار محمدعمر هم وايي: «نه یوازې دا چې زموږ عواید به لوړ شي، بلکې د شیدو کیفیت هم خوندي کېږي. دا یو ستر بدلون دی.»

دا لومړی ځل نه‌دی چې د مېلکو کمپنۍ د کندهار مالدارانو لپاره د شیدو راټولولو مرکز جوړوي. شاوخوا څلور میاشتې وړاندې، یاده کمپنۍ د ډنډ ولسوالۍ خوشهاب سیمه کې هم د ۱۰۰زره ډالرو په ارزښت یو مرکز جوړ کړی و چې د ورځې په‌کې ۱۰زره لیټره شیدې راټولېدې.

 له دې سره د یادو مرکزونو شمېر شاوخوا ۴۰ ته رسېږي چې دا د لبنیاتو په برخه کې د پام‌وړ پرمختګ بلل کېږي.

مطالب

د کندهار په ارغنداب کې په
۸ میلیونه افغانیو د شیدو ټولولو مرکز جوړ شو

دا خبر نورو سره شریک کړئ