Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست کې ۸۲۵ زده‌‌کوونکو ته د «اصول صنفي» زده‌کړو ټولګي برابرېږي.
۱۳ حوت ۱۴۰۳

خوست کې ۸۲۵ زده‌‌کوونکو ته د «اصول صنفي» زده‌کړو ټولګي برابرېږي.

د خوست ولايت پوهنې رياست څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه ولایت کې ۸۲۵ زده‌کوونکو ته د «اصول صنفي» زده‌کړو لپاره ټولګي برابرېږي.

دغه ټولګي د پوهنې رياست او يوې همکارې موسسې له لوري په څلورو ولسواليو کې جوړېږي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې ياد ټولګي په نادرشاه کوټ، دوه‌منده، اسماعی‌‌خېل مندوزي او ګربز ولسواليو کې جوړېږي چې ۸۲۵ زده‌کوونکي به په‌کې جذب شي.
خبرپاڼه کې راغلي چې همکارې موسسې د پوهنې رياست مسوولانو سره ژمنه کړې چې ټول فعاليتونه به د پوهنې وزارت تفاهم‌نامې پربنسټ مخته وړي او هڅه به وکړي چې په هغه سيمو کې  د اصولو زده‌کړو ټولګي جوړ کړي چې ډېره اړتيا يې ليدل کېږي.

خبرپاڼه کې د همکارې موسسې نوم نه‌دی اخیستل شوی، خو زياته شوې چې د پوهنې رياست دامهال د ګڼو همکارو ادارو سره د پوهنې وزارت په همغږۍ تفاهم‌نامې لري او د زده‌کوونکو لپاره په مختلفو برخو کې خپل فعالیتونه کوي.

مطالب

خوست کې ۸۲۵
زده‌‌کوونکو ته
اصول صنفي

دا خبر نورو سره شریک کړئ