Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اسلام اباد او راولپنډۍ کې پولیسو ۶۰ افغان کډوال نیولي.
۱۵ حمل ۱۴۰۴

اسلام اباد او راولپنډۍ کې پولیسو ۶۰ افغان کډوال نیولي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې ناقانونه افغان کډوالو ته د بېرته ستنېدو د مهالوېش پای‌ته رسېدو وروسته پولیسو ۶۰ تنه افغان کډوال نیولي دي.

 اکسپریس ټریبیون ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، چې پولیسو پرون ۲۲ کډوال په اسلام آباد او ۳۸ په راولپندي کې نیولي دي.  د راپورونو له مخې پرون د پاکستان په زیاتو ښارونو کې د پولیسو له خوا افغان کډوال نیول شوي. 

د پاکستان حکومت د (ای سي سي) او (پي او ار) کارت لرونکو افغانانو ته خبرداری ورکړی، چې د روانې میاشتې تر لسمې نېټې له پاکستانه ووځي. دغه راز د پاکستان په ټولو ښارونو کې پولیسو د افغان کډوالو پر وړاندې عملیات پېل کړي.

مطالب

اسلام اباد او راولپنډۍ کې
پولیسو ۶۰ افغان کډوال نیولي

دا خبر نورو سره شریک کړئ