Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ازبیکستان پلاوي د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو سره لیدلي.
۱۷ حمل ۱۴۰۴

د ازبیکستان پلاوي د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو سره لیدلي.



د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي خان جان الکوزي نن (یکشنبه، وري ۱۷) رسنیو ته وویل، د ازبیکستان د سوداګرۍ خونې رییس په مشرۍ د هغه هېواد د خصوصي سکتور یوه پلاوي تېره ورځ د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه کابل ته سفر کړی.

د هغه په وینا، یاد پلاوي نن یکشنبه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو سره لیدلي.

هغه وویل: «د ازبیکستان د خصوصي سکتور یو پلاوی کابل ته راغلی او د دوو ورځو لپاره یې کابل کې د افغانستان د خصوصي سکتور استازو سره یې لیدلي او پر بېلابېلو مسایلو به خبرې وکړي.»

ویل شوي چې دواړه لوري به د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، دوه اړخیز ترانزیت او د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا سره د سویلي اسیا نښلولو په اړه بحث او خبرې وکړي.

ورته وخت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي، تېر ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه ۶۴۳ میلیون ډالرو ته رسیږي.

د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وویل، غالۍ، غیرالکولي څښاک، هینګ، شنه زیره، اوسپنیز لوښي او د سبزیجاتو تخم د افغانستان صادراتي توکي او پترول، طبیعي ګاز، کیمیاوي سرې، د صنعتي فابریکو خام مواد، سمنټ او د چرګانو هګۍ ۲۰۲۴ میلادي کال کې د ازبیکستان مهم وارداتي توکي جوړوي.

ازبیکستان له هغو هېوادونو دی چې مختلفو برخو کې اسلامي امارت سره ښې اړیکې لري، خو تراوسه یې د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

مطالب

د ازبیکستان پلاوي
د سوداګرۍ او پانګونې خونې
مسوولانو سره لیدلي

دا خبر نورو سره شریک کړئ