Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۳۳۳زره ټنه انتقالات شوي.
۱۱ جوزا ۱۴۰۴

تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۳۳۳زره ټنه انتقالات شوي.

په تېره یوه میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۳۳۳ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره میاشت د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۳۳۲ زره ۸۳۷ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. 

په یاد توکو کې ۱۶ زره او ۷۷۲ ټنه توکي صادر شوي. دغه وزارت وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.

مطالب

تېره میاشت
د اوسپنې پټلۍ
له لارې نږدې
نږدې ۳۳۳زره ټنه
انتقالات شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ