Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ایران اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور درې کسان په دار ځړولي.
۴ سرطان ۱۴۰۴

ایران اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور درې کسان په دار ځړولي.

د اسراییلو او ایران ترمنځ د اوربند له ټينګېدو یوه ورځ وروسته تهران د اسراییلو موساد استخباراتي ادارې ته د جاسوسۍ په تور درې کسان په دار ځړولي دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دغه درې کسان نن چهارشنبه، جون ۲۵مه، اعدام شوي دي.

د یاد اژانس په راپور کې د ایران قضایه قوې له قوله ویل شوي: «ادریس علي، ازاد شجاعي او رسول‌احمد رسول چې هڅه یې کوله د وژنو لپاره هېواد ته تجهیزات وارد کړي، ونیول شول او د صهیونیست رژیم په ګټه د همکارۍ په تور محاکمه شول.»

د ایران قضایه قوې د یادو درې کسانو تصویرونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې یاد کسان ترکیې سره پولې ته نږدې د ایران شمال لوېدیځ ارومیه ښار کې په دار ځړول شوي دي.

 د روانې جون میاشتې په ۱۳مه د ایران او اسراییلو ترمنځ د جګړې پیل راهیسې تهران د هغو کسانو د محاکمه کولو بهیر چټک کړی چې له اسراییلو سره د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي.

ایران د روانې اوونۍ د یکشنبې او دوشنبې پر ورځو هم اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور دوه کسان په دار ځړولي وو.

مطالب

ایران اسراییلو ته د جاسوسۍ
په تور درې کسان په دار ځړولي

دا خبر نورو سره شریک کړئ