Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

عرب مشرانو د غزې بیارغونې لپاره د مصر طرحه تصویب کړې ده.
۱۵ حوت ۱۴۰۳

عرب مشرانو د غزې بیارغونې لپاره د مصر طرحه تصویب کړې ده.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ویلي، چې د غزې د بیارغونې لپاره د دې هېواد طرحه د عرب مشرانو له لوري تصویب شوې ده. د الجزیرې د راپور له‌مخې، دا طرحه د عرب مشرانو په بېړنۍ غونډه کې چې پرون د مصر په پلازمېنه قاهره کې جوړه شوې وه، تصویب شوه. دغه طرحه چې درې پړاوونه لري لومړی پړاو یې شپږ میاشتې دوام کوي، چې پکې د وېجاړیو پاکول، د موقتي کورونو جوړول او د نیمه‌ویجاړو کورونو بیارغونه شامل دي. دویم پړاو یې چې دوه کاله دوام کوي، بیا هم پکې د ویجاړیو پاکول، د اوبو او برېښنا شبکو جوړول او د نورو استوګنیزو واحدونو جوړول شامل دي. درېیمه مرحله یې، چې دوه‌نیم کاله دوام کوي، پکې د غزې د ټولو اوسېدونکو لپاره د کورونو جوړول، د صنعتي زون د لومړۍ فاز جوړول، د سوداګریزو بندرونو جوړول، د هوایي ډګر جوړول او نور عامه خدمتونه شامل دي. په دې طرحه کې د غزې د بیارغونې لګښت ۵۳ میلیارده ډالر اټکل شوی.

مطالب

عرب مشرانو
د غزې بیارغونې
لپاره د مصر طرحه
تصویب کړې ده

دا خبر نورو سره شریک کړئ