Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ډونالډ ټرمپ: له بمبارۍ پرته ایران سره هوکړې ته رسېږو.
۸ ثور ۱۴۰۴

ډونالډ ټرمپ: له بمبارۍ پرته ایران سره هوکړې ته رسېږو.

ډونالډ ټرمپ وايي، د امریکا او ایران ترمنځ مذاکرت ښه روان دي او په وینا یې، ډاډمن دی چې له بمبارۍ پرته به تهران سره هوکړې ته ورسېږي.

ټرمپ یکشنبه، اپرېل ۲۷مه په نیوجرسي کې خبریالانو ته ویلي: «د ایران وضعیت په تړاو فکر کوم چې شرایط ښه روان دي. فکر کوم چې هوکړې ته به ورسېږو. ډاډمن یم چې داسې به وشي، موږ به د بمبارۍ له اړتیا پرته یوې هوکړې ته ورسېږو.»

د ایران او امریکا ترمنځ د مخامخ خبرو درېیم پړاو روانه اونۍ د عمان پلازمېنې مسقط کې پیل شو چې د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، دواړه لوري په ایران کې د یورانیمو د غني‌کولو او توغنديو پروګرام پر سر په دې مذاکراتو کې د نظر اختلاف لري.

په ورته مهال دواړو لوریو ژمنه کړې چې د مذاکراتو راتلونکې ناسته به وکړي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو یکشنبه په اورشلم کې د یوې وینا پرمهال وویل چې د واشنګټن او تهران ترمنځ یوازینۍ د منلو وړ هوکړه به، د ایران د اټومي پروګرام په بشپړ ډول له‌منځه وړل وي.

مطالب

ډونالډ ټرمپ
له بمبارۍ پرته
ایران سره هوکړې ته رسېږو

دا خبر نورو سره شریک کړئ