Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست کې بې‌سرپناه ښوونځي؛ د ۷۰ ښوونځیو نیم‌ګړې چارې دې بشپړې شي.
۱۴ جوزا ۱۴۰۴

خوست کې بې‌سرپناه ښوونځي؛ د ۷۰ ښوونځیو نیم‌ګړې چارې دې بشپړې شي.

د خوست په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د مخکیني نظام پرمهال د نړيوال بانک په مالي ملاتړ د ۷۰ ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړېدو چارې پيل شوې وې، خو لاهم نيمګړې پاتې دي.

د مسوولانو د معلوماتو له مخې، د يادو ودانيو چارې يوازې لس تر پنځلس سلنه پاتې دي.

د خوست د ځاځي ميدان ولسوالي د «کوچکانو» د کلي ښوونځی يو له هغو ښوونځيو دی چې ودانی يې نيمګړې پاتې ده. د ياد ښوونځي يو ښوونکی افسرخان وايي چې ښوونځی يې وداني نه‌لري او زده‌کوونکي یې له سرپناه پرته زده‌کړې کوي.

هغه دغه‌راز زياته کړه، که د ښوونځي لپاره د جوړېدونکي ودانۍ چارې بشپړې شي، دوی به له ګڼو ستونزو خلاص شي.

هغه وویل: «ډېره لویه ستونزه ده ځکه چې زموږ شاګردان د باران پروخت رخصت وي درس یې نیمګړی پاتې کېږي او دغسې استادان هم په ستونزه کې دي پلانونه یې نیمګړي پاتې کېږي.»

د ياد ښوونځي زده‌کوونکې مروه وايي، ښوونځی یې وداني نه‌لري او له کبله يې ډېری وخت د دوی د زده‌کړو بهیر ګډوډ وي او له حکومت غواړي چې د ښوونځيو شته ودانۍ دې بشپړې او فعالې کړي.

هغې وویل: «موږ د ونو لاندې درس وایوو، موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یوو او چې کله باران وي مکتب رخصت وي.»

یوه بل زده‌کوونکي اکرام‌الله وویل: «مشکلات مو دا دي چې د ونو لاندې درس وایوو، ګرمي زیاته وي او کله چې باران وریږې د ننه چوک کې ناست وو او شور زیات وي درس نه شو زده‌ کولی.»

د خوست د پوهنې ریاست مرستیال خیروګل خیرخواه بیا وايي، د تېر حکومت پرمهال د اقرا برنامې له‌خوا د ۷۰ ښوونځيو ودانیو جوړېدو چارې پيل شوې وې، خو تراوسه نيمګړې پاتې دي. هغه زیاتوي چې يادې ودانۍ پوهنې رياست  ته په رسمي ډول نه دي سپارل شوي.

نوموړي وویل: «په خوست کې د اقرا برنامې یا ولسي تړون له خوا چې کوم ښوونځي جوړ شوي په هغې کې ۷۰ بابه داسې ښوونځي موجود دي چې پروژې یې زموږ د انجینری مدیریت ته نه دي سپارل شوي نو کله چې پروژه موږ ته تسلیم نه شي موږ نه شو کولی چې، هغې ته ښوونځي، ښوونکي، زده‌‌کوونکي او تشکلی ورکړو.»

بل لورته د خوست مرستیال والي محبوب شاه قانت بيا ډاډ څرګندوي چې که د ښوونځيو ودانيو پاتې چارې نړيوال بانک بشپړې نه‌کړي، سرپرست حکومت به يې له خپلې بوديجې پاتې چارې بشپړې کړي. «کېدای شي د نړیوال بانک له خوا هغه بودیجه چې ورته وضع شوي وه هغه واپس ورکړي ترڅو پاتې کارونه یې سرته ورسیږي او که دا وه نه شي نو پوهنې وزارت او د کلیو پراختیا وزات په پام کې لري چې دا نیمه کارونه یې پاتې دي لس یا پنځه فیصده له خپلې بودیجې یې وکړي.»

په خوست کې د ۳۷۲ دولتي ښوونځيو له ډلې يې ۱۱۹ هغه ودانی نه‌لري. غوښتنې دا دي که د يادو ۷۰ ښوونځيو ودانی بشپړې شي، تر ډېره به د ښوونځيو د سرپناه برخه کې ستونزې حل شي.

مطالب

خوست کې بې‌سرپناه ښوونځي
د ۷۰ ښوونځیو نیم‌ګړې
چارې دې بشپړې شي

دا خبر نورو سره شریک کړئ