Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کرکټ؛ هند د اتلانو جام سیالیو اتلولي وګټله.
۲۰ حوت ۱۴۰۳

کرکټ؛ هند د اتلانو جام سیالیو اتلولي وګټله.

د اتلانو جام سیالیو (چمپینزټرافي) پایلوبه د هند او نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. نیوزیلنډ د پچې په ګټلو سره لومړۍ د توپ وهنې پرېکړه وکړه، په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۲۵۲ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې یې هندۍ لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکلی هدف ترلاسه کړ او نیوزیلنډ ته د ۴ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او دغه ستره اتلولي یې خپله کړه. د اتلانو جام سیالۍ چې د پاکستان په کوربتوب پیل شوې وې، د افغانستان په ګډون په کې ۸ لوبډلو برخه اخیستې وه، افغان لوبډلې په ګروپي سیالیو کې د پاکستان او انګلستان په پرتله ښې سیالۍ ترسره کړې، چې درې نمرې یې ترلاسه کړې.

مطالب

کرکټ
هند
د اتلانو جام
اتلولي وګټله

دا خبر نورو سره شریک کړئ