Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ایران پر اسراییلو توغندیز بریدونه کړي.
۲۷ جوزا ۱۴۰۴

ایران پر اسراییلو توغندیز بریدونه کړي.

د ایران او اسراییلو د روانې شخړې په لړ کې تازه د ایران پوځ پر اسراییلو ۱۵ توغندي ویشتلي دي.

العربیه فارسي څانګې نن سه‌شنبه، جون ۱۷مه خبر ورکړی چې دغه توغندي څو شېبه وړاندې د ایران له لوري د اسراییلو پر بېلابېلو سیمو توغول شوي دي.

ایران بېګاه شپه هم پر اسراییلو د پراخو بریدونو  خبر ورکړی و او د یاد هېواد سپاه پاسداران ځواک ویلي و چې بریدونه به تر سهاره روان وي.

د اسراییلو حیفا ښار چې تر ډېره د ایران تر بریدونو لاندې راغلی، د تېلو چاڼ‌ځای ویجاړ شوی او نورو ګڼو سیمو ته هم زیانونه اوښتي دي.

بل‌خوا اسراییلو د تهران پر بېلابېلو سیمو له بېګاه راهیسې بریدونه کړي چې څو ځایه د چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.

په ورته مهال د ایران په تبرېز کې د اسراییلو د هوايي بریدونو وروسته د دوو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

مطالب

ایران پر اسراییلو
توغندیز بریدونه کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ