د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، د متحده عربي اماراتو د اقتصاد وزیر، عبدالله
بن طوق المري او مل پلاوو ترمنځ د اقتصادي چارو په اړه دوه اړخیزه غونډه
وکړه. د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس، ضیا احمد تکل په یوه خبرپاڼه
کې ویلي، په دغه کتنه کې د متحده عربي اماراتو د اقتصاد وزیر د افغانستان
-اماراتو د سوداګرۍ د پراختیا په اړه لېوالتیا څرګنده کړه. هغه زیاته کړې
چې سرپرست وزیر بیا په هېواد کې د پانګونې شته فرصتونو او د سوداګرۍ په
برخه کې د همکاریو، د کانونو د را ایستنې، د کرنې میکانیزه کولو، د کرنیزو
محصولاتو لپاره د بازار موندنې، په سوداګرۍ کې د اسانتیاو رامنځته کولو، د
دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او د ټرانزیټ پراختیا، اماراتو ته د افغان
کارګرانو لېږد او ګڼو نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې.