Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان؛ پرون له ۱۰۰۰ ډېر افغان کډوال هیواد ته را ستانه شوي.
۶ ثور ۱۴۰۴

پاکستان؛ پرون له ۱۰۰۰ ډېر افغان کډوال هیواد ته را ستانه شوي.

له پاکستان نه د افغان ګډوالو د ستنولو په دویم پړاو کې پرون ورځ یوازې د تورخم له لارې ۲۵۱ کورنۍ هیواد ته په جبري ډول را ستنې کړل شوې دي.

 د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغو کډوالو ټول شمېر ۱۲۷۳ تنه کېده چې افغانستان ته ستانه شول. 

دیاد وزارت له‌خوا په خپرو شویو شمېرو کې راغلي، چې له دې ډلې ۷۷۳ کډوالو د اې سي سي کارتونه لرل او ۵۰۹ تنه کډوال بیا بې اسناده وو.

 دیاد وزارت د مالوماتو له مخې په دغو لېږدول شویو کورنیو کې ۲۴۰ کورنۍ یوازې له پښتونخوا ایالت څخه ستنې کړل شوې دي.

مطالب

پاکستان؛ پرون له ۱۰۰۰
ډېر افغان کډوال
هیواد ته را ستانه شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ