Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

افغانانو سره د پاکستان ناسم چلند؛ امیرخان متقي د وضعیت د بدلون غوښتنه کړې.
۲۵ حمل ۱۴۰۴

افغانانو سره د پاکستان ناسم چلند؛ امیرخان متقي د وضعیت د بدلون غوښتنه کړې.



د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن (دوشنبه، وري ۲۴) پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست امیر خان متقي کابل کې د پاکستان سفارت سرپرست عبیدالرحمن نظاماني سره لیدلي.

هغه ویلي چې دغه لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیاسي او اقتصادي مسائلو هر اړخيزې خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغان کډوالو په جبري اخراج او ورسره په نامناسب چلند خواشیني څرګنده کړې او روان ناسم چلند یې پاروونکې او د دواړو هېوادونو د اړیکو په زیان بللی دی.

هغه د پاکستان له سفیره د دغه وضعیت د بدلون غوښتنه کړې.

د پاکستان سفارت سرپرست هم ویلي، د اسلامي امارت اندېښنه درک کوي او یاده موضوع به له اړوندو ارګانونو سره شریکه کړي.

همدارنګه دغه لیدنه کې د دواړو لوریو لخوا د متقابلو اغېزمنو اقداماتو په ترسره کولو او د لوړپوړیو پلاویو پر تګ راتګ ټینګار شو دی.

دغه څرګندونې داسې مهال دی چې له پاکستانه راستنېدونکې کورنۍ د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلند او زورزیاتي شکایت کړی دی.

مطالب

افغانانو سره د پاکستان ناسم چلند
امیرخان متقي د وضعیت
د بدلون غوښتنه کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ