Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتيا کې ۱۲ نوي مخابراتي سايټونه جوړېږي.
۱۳ حوت ۱۴۰۳

پکتيا کې ۱۲ نوي مخابراتي سايټونه جوړېږي.

د پکتيا د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژي رياست مسولان وايي، په بېلابيلو ولسواليو کې اوسېدونکو ته د مخابراتي خدمتونو برابرېدو په موخه ۱۲ نوي مخابراتي سايټونه جوړوي.

د پکتيا مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژي رییس مولوي نصيرالله هجرت رسنيو ته وويل چې د نوي سايټونو د جوړېدو لپاره يې سروې کړې او د هوا په ګرمېدو سره به يې، د جوړېدو چارې پيل شي.

هغه دغه‌راز وويل ياد سايټونه د سلام مخابراتي شرکت له‌خوا جوړېږي چې دوه يې په زرمت، روحاني بابا، وزې ځدراڼ، ميرزکه، احمدخېل، لجه‌منګل، جان‌خېل، اريوب، ګرده‌څېړۍ او شواک ولسواليو کې يو مخابراتي سايټونه جوړېږي.

دی زياتوي چې د نوي سايټونو په جوړېدو سره به د لرې‌پرتوسیمو اوسېدونکي مخابراتي خدمتونو برخه کې ستونزې تر يوه بريد حل شي؛ خو وايي، لاهم زياتې سيمې شته چې خلک يې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.

هغه وویل: «دا سايټونو جوړېدو لپاره مو سروې کړې خو چې هوا ګرمه شي چارې به يې پيل شي. ياد سايټونه د لسمې پروژې لخوا جوړيږي لګښت او بوديجه يې هم هغوی پورې مربوط کيږي.موږ دلته سروې کړې چې هوا ګرمه شي د سايټونو جوړېدو چارې به هم پيل شي.»

د يوشمېر لرې‌پرتو سيمو خلک چې له مخابراتي خدمتونو بې‌برخې دي، د يادو سايټونو په جوړېدو خوښي څرګندوي.

د لجه منګل ولسوالي يوه اوسېدونکي ذبيح‌الله رسنیو ته وويل چې په ټوله ولسوالي کې يوازې يو انتن پخوا لګېدلی چې ټولو خلکو يې خدمتونه نه‌رسېږي.

هغه له حکومت غوښتنه وکړه چې لرې‌پرتو او له پامه غورځېدلو سيمو خلکو ته دې پاملرنه زياته کړي او مخابراتي خدمتونه دې ورته فعال کړي.

د مالوماتو له مخې روان کال پکتيا کې د خصوصي مخابراتي شرکتونو لخوا څلور نوي سايټونه جوړ او فعال شوي او د انټرنيټ د کيفيت ښه والي لپاره هم کار شوی.

مطالب

پکتيا کې
۱۲ نوي مخابراتي
سايټونه جوړېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ