Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

نورستان کې د ۵۸ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې دي.
۳ ثور ۱۴۰۴

نورستان کې د ۵۸ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې دي.

د نورستان ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په منډول ولسوالۍ کې د ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵۸ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې دي. 

د مسوولینو په خبره یادې پروژې د یونپس مؤسسې له خوا د خوړو نړیوال سازمان په تخنیکي همکارۍ او د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر څار لاندې پلې کېږي.

 مسوولین زیاتوي چې په یادو پروژو کې د سړکونو او کانالونو جوړول شامل دي او په پيل سره یې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. 

په ورته وخت کې د یاد ولایت ځایي چارواکو ډاډ ورکړی، چې د نورستان لپاره به نورې پرمختیايي پروژې هم راجلب کړي.

مطالب

نورستان کې
د ۵۸ پراختیايي پروژو
چارې پیل شوې دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ