Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کابل کې ۲۰۰ روږدي کسان تر درملنې وروسته کورنيو ته وسپارل شول.
۱۳ جوزا ۱۴۰۴

کابل کې ۲۰۰ روږدي کسان تر درملنې وروسته کورنيو ته وسپارل شول.

د عامې روغتیا وزارت له لوري، کابل کې په نشه‌يي توکو ۲۰۰ روږدي کسان تر درملنې وروسته، نن خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

 د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستيال عبدالولي حقاني د روږدو ناروغانو د درملنې په موخه په ځانګړې پروګرام کې زياته کړې، چې دا يوازې يوه طبي لاسته‌راوړنه نه ده، بلکې له ديني اړخه هم يوه مهم مسووليت دی.

 هغه ټینګار کړی، چې بې‌وزلو ته خدمت وړاندې کول د سرپرست حکومت له بنسټېزو دندو څخه دی. د عامې روغتيا وزارت مرستيال له کورنیو غوښتي، چې له اعتیاده خلاصو شویو کسانو سره د یوه سالم انسان په توګه چلند وکړي.

مطالب

کابل کې ۲۰۰ روږدي کسان
تر درملنې وروسته
کورنيو ته وسپارل شول

دا خبر نورو سره شریک کړئ